Mr دخاکجبار ولسوالۍ د بزګرانو ټولنیزـ اقتصادي وضعیت او د اوبو د کارونې پر بڼو اغېزې
Abstract
دا څېړنه د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ د بزګرانو ټولنیزـ اقتصادي ځانګړتیاوې او د اوبو د کارونې بڼې ارزوي. د څېړنې موخه دا ده، چې د عمر، تعلیمي کچې، د ځمکې اندازې، د عاید سرچینو او د کرنې د تجربې اغېز پر اوبه لګولو طریقو وڅېړي.څېړنه د توصیفي ـ تحلیلي میتود له مخې ترسره شوې او معلومات د ۱۰۷ بزګرانو څخه د پوښتنلیک له لارې راټول شوي دي. موندنې ښيي، چې ډېری بزګران د منځني او لوړ عمر لرونکي دي او د سطحي (Flood) اوبه لګولو دودیزې طریقې کاروي. که څه هم د بزګرانو یوه برخه لوړه زده کړې لري، خو اقتصادي محدودیتونه او د تخنیکي امکاناتو نشتوالی د عصري اوبه لګولو سېستمونو د تطبیق مخه نیسي. څېړنه سپارښتنه کوي، چې د اوبو د اغېزمن مدیریت لپاره عصري سېستمونه، اقتصادي ملاتړ او مسلکي روزنه پیاوړې شي.
Publication details
- Journal / source
- Journal of Natural Sciences – Kabul University
- Publisher
- Kabul University
- Volume
- 8
- Issue
- 4
- Pages
- 197–211
- Publication date
- 19 April 2026