په اسلامي اقتصاد کې د څېړنې مېتودولوژي او فقهي نصوصو سره د تعامل علمي تګلارې

Read full text
Authors: ارسلاح ظفری, محمد هاشم رشیدی
Cited by: 0

Abstract

لنډیز: دا څېړنه د اسلامي اقتصاد په ساحه کې د څېړنې مېتودولوژي او د فقهي نصوصو سره د تعامل علمي تګلارې څېړي. اسلامي اقتصاد د شریعت پر اصولو ولاړ دی او د فقهي نصوصو پر اساس خپل چوکاټ جوړوي، نو د څېړنې میتود باید د شرعي دلائېلو او فقهي نظریاتو سره همغږی وي. د څېړنې اصلي هدف دا دی چې د اسلامي اقتصاد څېړونکو ته روښانه لارښوونې وړاندې کړي، څو پوه شي چې د فقهاوو د مختلفو نظریاتو تر منځ د راجح ټاکلو صلاحیت لري، کومې برخې د تقلید تابع دي، او په کومو برخو کې د اجتهاد امکان شته. په دې څېړنه کې د تحلیلي او استقرایي طریقو څخه کار اخیستل شوی دی. استقرایي طریقه د فقهي نصوصو او د فقهاوو د نظریاتو د څېړنې لپاره کارول شوې، او تحلیلي طریقه د اسلامي اقتصاد موضوعاتو او د ثابتو او متغیرو احکامو د مطالعې لپاره. څېړنه دا هم څرګندوي چې څېړونکی تر کومه بریده د مختلفو فقهي نظریاتو تر منځ د ترجیح وړتیا لري او په کومو مواردو کې یوازې د تقلید پیروي لازمه ده.موندنې ښيي چې په ثابتو احکامو کې د فقهاوو د اجماعي نظرونو پیروي اړینه ده، ځکه چې دغه احکام د شریعت پر قطعي دلائیلو ولاړ دي. په متغیرو احکامو کې بیا د اقتصادي واقعیتونو او نوو اړتیاوو په رڼا کې د اجتهادي تحلیل امکان شته. څېړونکی که د اقتصادي فقهې او د نصوصو په پوهه کې ژوره پوهه ولري، کولای شي د فقهي نظریاتو ترمنځ د ترجیح ونډه واخلي او د اسلامي اقتصاد د معاصرې ستونزې لپاره علمي او عملي حللارې وړاندې کړي

Fields of Study & Subjects

Islamic Finance and Banking Studies Qur’anic Interpretation Studies Islamic Thought and Society Studies

Publication details

Journal / source
Diwan
Volume
7
Issue
1
Pages
105–130
Publication date
1 January 2026